شبرغان (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۴): جوزجان کې له ایرانه د راستنو شویو ښځو د جذب په موخه د جوړې شوې خیاطۍ مسووله وایي، د پژواک راپور تر خپرېدو وروسته یې ملاتړ ترلاسه کړی او توانېدلې چې د کارکوونکو شمېر یې ۱۵۰ تنو ته لوړ کړي.
پژواک د روان کال د زمري میاشتې په ۲۳مه د «د هغو ښځو کیسه چې له ایران څخه تر جبري ایستلو وروسته یې په شبرغان کې نوی ژوند پیل کړی» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ.
د دې کارځای مسوولې فرشتې محمدي، هغه مهال ویلي وو چې دغه کارځای له اېران څخه د راستنو شویو اړو ښځو د ملاتړ په موخه جوړ شوی او د جامو ګنډلو په برخو کې یې ۶۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هغې له نړیوالو بنسټونو او همکارو موسسو غوښتي وو، چې د دې کارځای د پراختیا او راستنو شوو ښځو ته د لا ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره ورسره همکاري وکړي.
فرشته محمدي اوس وایي چې د پژواک د راپور تر خپرېدو وروسته دغه کارځای د جوزجان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې له پاملرنې برخمن شوی او د دغو دوو بنسټونو په ملاتړ یې د ښځو شمېر له ۶۰ څخه ۱۵۰ تنو ته لوړ کړی دی.
هغې د پژواک خبریال ته وویل: «ستاسو د راپور تر خپرېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یوانډيپي) استازي راغلل، زموږ دفتر یې ولید، هغه وسایل چې کم وو، راته یې واخیستل او درې میاشتنی ښوونیز پروګرام یې راته جوړ کړ.»
د محمدي په وینا، د صنعت او سوداګرۍ ریاست کسان هم د دوی کارځای ته ورغلي، د ښځو لپاره یې ښوونیز سمینارونه برابر کړي او یو شمېر نورو بنسټونو هم د همکارۍ ژمنې ورکړي دي.
هغه وایي، دا مهال هغو ښځو ته چې په دې کارځای کې کار کوي، هره میاشت شپږ زره افغانۍ معاش ټاکل شوی؛ خو که لا زیات ملاتړ ورسره وشي، کار به یې لا وغوړېږي او د معاشونو د لوړولو ترڅنګ به د جذب کچه هم زیاته کړي.
د جوزجان ولایت د ښځو د سوداګرۍ خونو مسؤله لطیفه سرورزاده، هم وایي، د پژواک د یاد راپور تر خپرېدو وروسته یې وکولای شول هغه یو شمېر راستنې شوې ښځې، چې پخوا په ایران او پاکستان کې مهاجرې وې، دې کارځای ته وروپېژني او هغوی ته وړیا ښوونیز سمینارونه برابر کړي.
د هغې په وینا، دا مهال هم د بېلابېلو بنسټونو د همکارۍ د جلب هڅې روانې دي، تر څو دغو ښځو ته پراخ کاري فرصتونه او لا ډېرې مالي مرستې برابرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP