کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه به د روان کال د فبرورۍ په ۱۶مه په قزاقستان کې جوړه شي، او د اوزبیکستان او قزاقستان چارواکو په یوه لیدنه کې د سیمې نښلونکو بهیرونو کې د افغانستان د ګډون د راتلونکو امکاناتو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د رېلپټلۍ د پروژې د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په استانه کې د یادې غونډې جوړېدل په سیمه کې د قزاقستان د مخ پر زیاتېدونکي رول ښکاروندويي کوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د سیمهییز تماس ډلې لومړۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال په سلواغه میاشت کې په کابل کې د اسلامي امارت د استازو او د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو ځانګړو استازو د سفیرانو په ګډون ترسره شوې وه.
په همدې حال کې، د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي، عصمتالله ایرګاشف، او په تاشکند کې د قزاقستان د سفیر، بیبوت آتامکولوف، د لیدنې خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اوزبیکستان او قزاقستان چارواکو د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو همکاریو پر اوسني وضعیت خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوهاړخیزو همکاریو اوسنی وضعیت وڅېړل شو او دواړو لورو د افغانستان د ستونزو د حل په اړه د منظمو خبرو اترو پر دوام ټېنګار وکړ.
د خبرپاڼې له مخې، بیبوت آتامکولوف د افغانستان په اړه د واحد سیمهییز دریځ د رامنځته کولو لپاره د اوزبیکستان له هڅو ستاینه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP