Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د علمي همکاریو پراختیا هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴): د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره فکري بنسټ ارزښتناک وباله او یاد هوکړه‌لیک ته په اشاره یې وویل، د دغه هوکړه‌لیک په لاسلیک سره به د زده‌کړیالانو او ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي، څېړنې به د شواهدو پر بنسټ ترسره شي او همدارنګه به دقیق ارقام ترلاسه او راټول شي.

د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم هم ویلي: «موږ باید په پوهنتونونو کې داسې کسان وروزو، چې د ټولنې د پرمختګ سبب وګرځي او د عامې روغتیا په برخه کې له نورو د اړتیا څخه خلاص شو.»

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، دوکتور محمد حسن غیاثي ویلي، د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک کولو موخه دوهاړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو او همکارۍ پراختیا ده چې په مرستې سره به یې د طب برخې محصلینو او متخصصینو ته د عملي زدهکړو او تحقیقاتو برخه کې لازمې اسانتیاوې او فرصتونه برابر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.