کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د څه باندې ۴۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – بګرام سړک د ۶.۲ کیلومتره برخې جوړولو چارې پيل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کابل – بګرام لار د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو وبلله ویې ویل چې دغه سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.
هغه زیاته کړه، دغه سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو دی چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.
د نوموړي په وینا، له بده مرغه افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو اجزاوو وېشل شوی و چې د ملي مشترکاتو د پیاوړتیا برخه کې یې لوی اکثریت له لاسه ورکړی و خو اسلامي امارت د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
د کور او ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي سړک په ټوله کې شاوخوا ۴۳ کیلومتره اوږدوالی او سل متره سور لري.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال لپاره د یاد سړک د ۶.۲ کیلومتره برخه چې شاوخوا ۵۰ متره سور به ولري، په قرارداد ورکړل شوه او ټولټال به پرې څه باندې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت راشي او د سړک پاتې برخه به په راتلونکو کلونو کې په قرارداد ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP