کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وایي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان دلته د ژوند کولو حق لري؛ اسلامي امارت نه د چا مخه نیولې او نه یې ظرفیت دومره کوچنی دی چې هره فردي او جزوي مسئله جدي ونیسي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن د کابل – بګرام سړک د ۶.۲ کیلومتره برخې د جوړېدو چارو د پیل په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل، له بده مرغه افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو اجزاوو وېشل شوی و او د ملي مشترکاتو د پیاوړتیا برخه کې یې لوی اکثریت له لاسه ورکړی و.
ده زیاته کړه: «اسلامي امارت د دې ستونزو د حل لپاره جدي هڅه کوي څو دا ټول بېمفهمومه تقسیمات له منځه یوسي او افغانان په داسې اسلامي او واحد ملي دریځ کې راټول کړي چې د افغانستان سترې ګټې پکې خوندي وي، په دې برخه کې یو بنسټیز کار تر شپږم صنف پورې د مدرسې او مکتب د نصاب توحید دی چې اسلامي امارت وکړ.»
هغه پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د نورو له ړانده تقلیده لاسي واخلي، د هغوی تر اغېز لاندې رانهشي او واقعیتونه غلط تفسیر نه کړي.
د هغه په خبره، افغانستان د افغانانو کور دی او هر څوک دلته په ارامه ژوند کولای شي، خپل هېواد ته راتللی او دلته پانګونه کولی شي.
هغه وویل: «موږ نه د چا مخه نېولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی چې هره فردي او جزوي مسئله جدي ونیسي.»
ملا عبدالغني برادر اخند د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره مثبت تعامل ته راودانګي؛ ځکه دغه څه د اوسني وخت اړتیا ده او د سیمهییز او نړۍوال اتصال پیاوړي کولو او مشترکو پراختیايي اهدافو د تعقیب لپاره مهم رکن دی.
د هغه په خبره، له دغه حقیقته سترګې پټول د مشترکو اساسي موخو تعقیب او ترلاسه کول کمزوري کوي او شته بالقوه فرصتونه په لوی لاس ضایع کوي.
ده وویل، ټول هېوادونه د خپل جغرافیوي موقعیت، هوايي حریم، کاري قوې، خامو موادو او صادراتو او وارداتو له اړخه یو بل ته اړ دي او دا اړتیاوې هغه وخت په سمه توګه پوره کېدای شي چې د نړۍ هېوادونه د رسمي اړیکو په چوکاټ کې د تعامل جرئت وکړي چې دغه کار د ټولو په ګټه دی.
.د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له هېوادونو وغوښتل چې هر څوک باید د افغانستان له سراسري امنیت، اقتصادمحوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې له نه لاسوهنې، د سیاسي او اقتصادي تعامل له پیاوړې ارادې او نورو ورته فرصتونو لازمه ګټه واخلي او هڅه ونه کړي چې رامنځته شوي فرصتونه پر تهدیدونو بدل شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، هم وویل: «له ګاونډیو سره د اسلامي امارت پالیسي واضحه ده او موږ له ټولو ګاونډیو سره حسنه اړیکې غواړو. په سیمه کې اوسېږو، باید د متقابل احترام پر اساس نیکې اړیکې ولرو؛ دا د ټولو ګاونډیو په ګټه ده.»
هغه وویل: «که یو له بل سره جګړه وکړو او د یو او بل په چارو کې لاسوهنه وکړو، له زیان او تاوان پرته هېڅ شی نه تر لاسه کېږي. راځئ ټول د متقابل احترام پر اساس نیکې اړیکې ولرو، څو هم تاسو آباد شئ او هم موږ آباد شو. خپله ابادي زموږ په ویجاړۍ کې مه لټوئ. موږ له هېڅ ګاونډي سره ستونزه نه لرو او د ګاونډیو په چارو کې هم مداخله نه کوو؛ دا د اسلامي امارت پالیسي ده.»
حنفي زیاته کړه چې اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.
د ده په خبره: «اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی. موږ نه غواړو چې له شرق سره د عربو پر وړاندې ودرېږو او نه هم غواړو له عربو سره د شرق پر وړاندې فعالیت وکړو، ځکه افغانستان یو خپلواک هېواد دی.»
هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د هېواد په کانونو، انرژۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي، څو هم خپله ګټه وکړي او هم د افغانستان ملت ته ګټه ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP