کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴): د اسلامي امارت وياند ذبیحالله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې د مأموریت غځېدو غبرګون کې ویلي چې د بندیزونو غځول یو ناکام سیاست دی او پر داسې تګلارو بايد بیاکتنه وشي، څو د مثبت او رغنده تعامل زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې ډلې مأموریت چې پر افغانستان د دې شورا د بندیزونو څارنه کوي، د یو بل کال لپاره غځولی دی.
د اسلامي امارت وياند ذبیحالله مجاهد د امنیت شورا د دغه اقدام په غبرګون کې پژواک ته وویل، لکه څنګه چې د بندیزونو لګولو کومه ګټه نه لرله او یوه بېپایلې موضوع وه، غځول يې هم د هماغې ناکامې تجربې تکرار دی چې د هيڅ لوري په ګټه نه دي.
هغه زیاته کړه: «بندیزونه د یوه ملت حق تر پښو لاندې کوي او هېواد ته زیان رسوي. په عمومي مې هيڅ لوري ته ګټه نه لري، ان تر دې چې بندیزلګوونکي هم دغو بندیز ته کوم موجه دليل او منطق نه لري. له بده مرغه دا هماغه پخوانۍ ناکامې تګلارې دي چې لا هم دوام لري. باید پر دې سیاستونو له سره کتنه وشي او داسې لارې چارې غوره شي چې مثبتې او ښې پایلې ولري، د ملتونو حقونه تر پښو لاندې نه شي او مثبت او رغنده تعامل رامنځته شي.»
مجاهد په پای کې وویل: «له بده مرغه، ملګري ملتونه په دې برخه کې یا دا چې خپله د داسې پرېکړو واک نه لري او یا هم هغه کړۍ چې له افغانستان سره مثبت تعامل نه غواړي، هلته ډېر اغېز لري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP