کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال د ایران د نفتو وزارت د نړۍوالو اړیکو او سوداګرۍ له مرستیال سره د ترانسپورټي شرکتونو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو د حل په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د ایران د نفتو وزارت د نړۍوالو اړیکو او سوداګرۍ مرستیال سید علیمحمد موسوی د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ترانسپورټ له مرستیال عبدالسلام حیدري سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې حیدري د افغانستان د لومړي سوداګریز شریک په توګه د ایران دریځ ته په اشاره، د افغانستان د باروړونکو موټرو چلوونکو لپاره د سونتوکو برابرولو اړوند ستونزو د حل په موخه د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې ده.
موسوي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې د ځمکني ترانسپورټ پر ارزښت ټینګار کړی او د سونتوکو په ګډون، د دواړو لورو د چلوونکو د ستونزو د حل لپاره یې د ایران چمتووالی اعلان کړی دی.
دواړو لورو همدارنګه د ځمکني ترانسپورټ د وسایطو په تګراتګ کې د اسانتیاوو، په ګډه پوله کې د لاریو د درېدو د وخت کمولو او د شته خنډونو د له منځه وړو لپاره پر ګډ هوډ ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP