کندهار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): د اروزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د پخواني حکومت د یوه نظامي کس د قبر لوڅولو او له جسد سره یې د ناسم چلند پېښې په تړاو پلټنې پیل شوي او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني نن پژواک ته وویل، وړمه شپه د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ بازار اړوند د شهیدانو په هدیره کې د صدیقالله په نوم د تېر حکومت د یوه نظامي کس قبر لوڅ شوی او د جسد له پاتې شونو سره یې غیر انساني او غیر اسلامي چلند شوی.
هغه زیاته کړه، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پولیسو سیمې ته ځان رسولی او هر اړخیزې پلټنې یې پیل کړې دي، تر څو د پېښې عاملین وپېژندل شي او د قانون له مخې ورسره چلند وشي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، هغه اوازې په کلکه رد او وغندلې چې ګواکې دا کړنه د اسلامي امارت د غړو له لوري ترسره شوې ده.
هغه وویل، د اسلامي امارت ټول غړي د مشرتابه له لوري اعلان شوې عمومي عفوې ته ژمن دي او داسې کړنې نه شي ترسره کولای.
د ده په وینا، په اروزګان کې د تېر حکومت د یو شمېر مهمو کسانو مقبرې شته، خو تر اوسه ورته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او امنیتي ارګانونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې ورته ضرر ورسوي.
د معلوماتو له مخې، صدیقالله، د تیر حکومت پر مهال د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د امنیه قوماندان قاري نظرمحمد ورور و او د هغه د ساتونکي په توګه یې دنده تر سره کوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP