کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه ډیپلوماټیک او تخنیکي پلاوي په مشرۍ د امریکا له متحده ایالتونو سره د اټومي مذاکراتو دویم پړاو کې د ګډون په موخه د سویس جنیوا ښار ته سفر کړی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو لومړی پړاو د روان کال د سلواغې په ۱۷مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شول.
د دغو مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دواړو لورو د خپلو دریځونو او غوښتنو تر څرګندولو وروسته هوکړه کړې، څو له خپلو حکومتونو سره تر سلا مشورو وروسته د راتلونکو خبرو اترو په اړه پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اعلان شوي پروګرام پر بنسټ به د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو اټومي مذاکراتو دویم پړاو د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ د عمان په منځګړیتوب ترسره شي.
راپور زیاتوي چې سیدعباس عراقچي به د جنیوا د سفر پر مهال د سویس د بهرنیو چارو له وزیر، له خپل عماني سیال، د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې له عمومي رییس او په سویس کې له مېشتو یو شمېر نړۍوالو چارواکو سره هم لیدنې او خبرې اترې ولري.
د راپور له مخې، په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بېوسلې کېدو کنفرانس کې وینا کول هم د عراقچي د سفر برخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې ټاکل شوې د ایران او اوکراین په اړه د ډیپلوماتیکو مذاکراتو دوه بېلابېلې غونډې د سېشنبې په ورځ د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شي.
د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو یو پلاوی به چې سټیو ویټکاف او جرد کوشنر پکې شامل دي، د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره لیدنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP