Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برازیل کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې شپږ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): د برازیل په سوېل‌ختیځ کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه پرون سهار د ماریلیا ښار ته نږدې شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې دغه بس د هېواد د شمال‌ختیځ مارانیایو له ایالت هغه کارګر لېږدول چې د مڼو حاصلاتو ټولولو لپاره سوېلي سانتا کاتارینا ایالت ته روان وو.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د برازیل د ترانسپورټ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې له لس زرو ډېر کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.