کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): د ملي پراختیا شرکت وایي چې د امارتي شرکتونو د لوی رییس په مشرۍ یوه پلاوي بلاروس ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او تخنیکي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند محمدنبي ارغنديوال پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د امارتي شرکتونو د لوی رییس مولوي احمدجان بلال په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي چې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس هم پهکې شامل دی، بلاروس ته سفر کړی دی.
هغه لیکلي چې افغان پلاوي د بلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت وزارتونو له چارواکو سره په بېلابېلو کتنو کې دوه اړخیزې سیاسي اړیکې اغېزناکې بللې او ترڅنګ یې د هغه هېواد له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو لیدنه هم کړې ده.
ارغنديوال لیکلي، دغهراز په دې کتنو کې دواړو لورو هوکړه کړې چې د صنعت او کرنیزو ماشینالاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زدهکړو برخو کې به دوهاړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې لا پیاوړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP