Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ایران سره په پوله کې د ورښتونو او یخنۍ له امله بند پاتې ۳۰۰ افغانان ژغورل شوي

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): د ایراني رسنیو د راپور له مخې، نږدې ۳۰۰ افغانان چې د ورښتونو او سختې یخنۍ له امله په سرحدي سیمو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د تایباد سرحدي ولسوالۍ ولسوال حسین جمشیدي ویلي، دغه کسان په پوله کې له سختو لارو د تېرېدو پر مهال د ورښت او د تودوخې درجې ټیټېدو له امله له جدي ګواښونو سره مخ شوي وو.

نوموړي زیاته کړې، په سیمه کې مېشتو ځواکونو له پېژندنې وروسته دغه کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړي او هغوی ته یې ګرمه ډوډۍ او لومړني روغتیايي خدمات برابر کړي دي.

د هغه په خبره، دغه کسان به د روغتیايي بهیر له بشپړېدو او قانوني پړاوونو له وهلو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

ایراني چارواکو هم ټینګار کړی چې له سرحدي لارو ناقانونه تګ راتګ خطرناک دی او د مخنیوي لپاره یې د دواړو هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.