Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ایران سره د برېښنا د پېر قرارداد د يوه بل کال لپاره نوی شو

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې له ايران سره د برېښنا د پېر  قرارداد د‌ راتلونکي ۱۴۰۵ لمريز کال لپاره نوی شو.

د افغانستان برېښنا شرکت نن (چهارشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه شرکت د عمومي اجرائيوي رييس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ يوه پلاوي ایران ته سفر کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه سفر د ایران د اسلامي جمهوریت د برېښنا د مدیریت، لېږد او وېش شرکت (توانیر) په رسمي بلنه ترسره شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي‌چې دغه پلاوي په تهران کې د ګډې دوه‌اړخیزې ناستې پر مهال د برېښنا د لېږد د بنسټیزو تأسیساتو د پراختیا، او همدارنګه افغانستان ته له ایران څخه د وارداتي برېښنا د پېر په اړه له ایراني لوري سره هر اړخیزې خبرې کړې دي.

سرچینې ټینګار کړی چې د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه د برېښنا له صادروونکو ګاونډیو هېوادونو سره د ناستو له لارې، له هر وخت زیاتې ګډې همکارۍ او اړیکې پراخې او پیاوړې کړې دي چې په پایله کې یې د وارداتي برېښنا په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.