Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه له بندره ۴۲ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته ګرځول شوي

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۴): د معیار او کیفیت اداره وایي، ۴۲ ټنه بې‌کیفیته ساختماني توکي چې کورني معیارونه یې نه پوره کول، د فراه د شیخ ابونصر له بندره بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.

د معیار او کیفیت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ۴۶ ټنه بې‌کیفیته ګاډرونه چې له کورنیو معیارونو سره برابره نه وو، له ټولو اړوندو څېړنو او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته، د فراه د شیخ ابونصر له بندره بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې دغه اقدام د کورني بازارونو د امنیت او د مصرفوونکو د حقونو خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د ساختماني توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او قاطع ډول روان دی او د هغو وارداتو پر وړاندې چې بې‌کیفیته او د خلکو روغتیا ته زیان رسوي، هيڅ ډول نرمښت به ونه ښودل شي.

دغې ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتنه کړې چې کورني معیارونه په جدي ډول رعایت کړي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل ایماني مسوولیت ادا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.