کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۴): برازیلی خوزه انټونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
نن په همدې اړه ع جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اجرائیوي کمېټې غړي عبدالحق فیضي وویل چې له خوزه انټونیو نوګیرا سره د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د یوه کال لپاره قرارداد لاسلیک شو.
هغه هیله څرګنده کړه چې د نوي روزونکي په راتلو سره به د فوټبال ملي لوبډله ښه وځلېږي.
هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه په کابل کې کمپ ترسره شي چې د داخلي لوبغاړو ترڅنګ به له هېواده بهر هغه افغان لوبغاړي هم ګډون پهکې وکړي چې مخکې د ملي لوبډلې برخه وو.
دغهراز، په دې غونډه کې د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي خوزه انټونیو نوګیرا وویل، ډېر خوشحاله دی چې افغانستان ته راغلی دی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره ښه پلان لري او غواړي چې له دغو لوبغاړو سره سخت کار وکړي څو فوټبال پرمختګ وکړي او زیاتوي چې دا به یوه څه وخت ته اړتیا ولري.
د یادونې ده، له دې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی ایټالیایي «وینچنزو البرټو انزه» و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP