Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لاوروف او عراقچي د ايران او امريکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د روسيې او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د  ټیلېفوني اړیکې له لارې د ايران د اټومي پروګرام د وضعيت او په جنيوا کې د تهران او واشنګتن ترمنځ د غيرمستقيمو اړيکو د پايلو په اړه خبرې کړې دي.

ټاس خبري اژانس په خپل یوه راپور کې ويلي چې دغه ټیلېفوني خبرې د روسيې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او سيدعباس عراقچي ترمنځ شوې دي.

په راپور کې راغلي چې لاوروف او عراقچي د دې ترڅنګ د علاقې وړ پر ځینو ځانګړو دوه اړخیزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي: «د بهرنيو چارو وزيرانو په جنيوا کې د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو غيرمستقيمو مذاکراتو د پايلو په نظر کې نيولو سره، د ايران د اټومي فعاليتونو اړوند د روانو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله وکړه. روسي لوري يو ځل بيا د ډيپلوماتيکو هڅو ملاتړ څرګند کړ، څو سياسي او ډيپلوماتيکو عادلانه حل‌لارو ته، د ايران د مشروع حقونو د درناوي په چوکاټ کې او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون له اصولو سره سم، لار هواره شي.»

په همدې حال کې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو د دې ټیلېفوني خبرو پخلی کړی او ويلي يې دي چې دواړو لورو د دوه‌اړخيزو اړيکو ترڅنګ د سيمه‌ييزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه هم خبرې کړې دي.

د يادونې ده، د عمان په منځګړيتوب د ايران او د امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د مذاکراتو دويم پړاو د تېرې اونۍ د پنجشنبې په شپه په جنيوا کې ترسره شوې.

سيدعباس عراقچي د دغو خبرو له پای وروسته ويلي وو چې تهران او واشنګتن د اټومي مذاکراتو په دويم پړاو کې د «اصلي لارښود اصولو» پر سر ګډ تفاهم ته رسېدلي، خو ټينګار يې کړی و چې وروستۍ پايلې ته رسېدل لا هم لا زياتو هڅو ته اړتيا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.