Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا دفاع وزارت: پاکستان ته به په مناسب وخت کې مناسب او حساب شوي ځواب ورکړو

کابل (پژواک، ٣ کب ١٤٠٤): د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د بریدونو په تړاو وایي، د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او د پاکستان پوځي رژیم ته په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.

پاکستاني جېټ الوتکو په پکتیکا کې مدرسه او په ننګرهار کې استوګنیز کور په نښه کړل

راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ په هوايي بریدونو کې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په کلي کې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه شهیدان شوي او یو تن ټپي دی.

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې هم راغلي چې د تېرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د افغانستان ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې‌گناه ملکي وګړي په کې شهیدان او ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت دغه بریدونه د افغانستان د ملي حریم ښکاره نقض او جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

دغه راز یاد وزارت، د پاکستان دا عمل له نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي: “ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.ان شاءالله تعالی.”

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی، او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.