Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان په افغانستان کې د زیان‌منونکو کورنیو د ملاتړ لپاره څلور میلیون ډالر مرسته کړې ده

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې جاپان په افغانستان کې د زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ لپاره څلور میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د جاپان د خلکو له څلور میلیونه ډالري مرستې هرکلی کوي چې موخه یې د زیان‌منونکو کورنیو ملاتړ دی.

یادې ادارې زیاته کړې چې د دې مرستې له لارې به د ۱۲ میاشتو په موده کې نږدې ۸۰ زره افغانانو ته د ژوند ژغورونکې خوراکي مرستې ورسېږي او ۳۰ زره میندې او ماشومان به اړینو خوړو ته لاسرسی ومومي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی چې دغه ملاتړ به د لوږې پراخېدو مخنیوي کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جاپان سفارت د روان کال په لېندۍ میاشت کې اعلان کړی و چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، افغانستان ته ۱۹.۵ میلیونه ډالر مرسته برابره کړي. دا مرسته به په بشري او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو برخو کې ولګېږي.

د جاپان سفارت په خبره، دا مرسته به د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړۍوالو بنسټونو او جاپاني غیردولتي ادارو له لارې ولګول شي او له ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې تر اوسه پورې افغانستان ته د جاپان ټوله مرسته له ۵۴۹ میلیون ډالرو اوښتې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.