Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په برازیل کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۴): د برازیل د میناس ګرایس ایالت په سوېل ختیځ کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۴۰ ډېر نور کسان نادرکه شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه ورښتونه د دوشنبې له ورځې پیل شوي او تر ټولو ډېر تلفات د «ژویز دي فورا» په ښار کې ثبت شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په دغه ښار کې، چې د ریو دو جنیرو شاوخوا ۳۱۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، لږ تر لږه ۴۴۰ کسان بې‌ځایه شوي دي.

د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا له زیانمنو شویو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت به په هره اړینه برخه کې مرسته وکړي.

چارواکو ټینګار کړی چې اوس مهال د دوی لومړیتوب د خلکو د ژوند ژغورل او زیانمنو شویو ته د بېړنیو مرستو رسول دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.