کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي، د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورندکرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول او تر دې دمه د پاکستان اووه پوستې فتحه شوې.
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې پر شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او ننګرهار کې د استوګنې پر سیمو هوایي بریدونه وکړل. تېرهورځ د ننګرهار د بهسودو په ګردي کڅ سیمه کې د ۱۳ شهیدانو د تدفین مراسم ترسره شول او پنځه نور کسان لا تر اوسه نادرکه دي.
د اسلامي امارت ویاند، شېبه مخکې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې ددیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پیل شول.
هغه لیکلي چې د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړي دي.
مجاهد زیاته کړې: «د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي.»
د اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند ماشین ناو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو دوه پوستې او د ګوشتې انارګي ساحه کې درې پوستې او د کنړ ناړۍ ولسولۍ دوکلام سیمه کې دوه پوستې په ټولیز ډول فتحه شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP