کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی پروېز سهار د فبروري په ۲۸مه له خپل پولنډي سیال سره لوبه ترسره کوي.
پروېز سهار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه د «MMA Cage Fights» شپږم پړاو سیالیو کې له خپل پولنډي سیال سره لوبه کوي.
نوموړی چې اوسمهال په جرمني کې اوسېږي وایي، یادې سیالۍ د دغه هېواد په روستوک ښار کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې د نوموړي سیال دوهمینیک ژیلس نومېږي او د پولنډ هېواد دی.
نوموړی وایي چې یادې لوبې ته یې پوره چمتووالی نیولی او هیله لري چې خپل سیال ته به ماته ورکړي.
د یادونې ده، پروېز سهار له دې مخکې شپږ لوبې ترسره کړې چې څلور یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP