Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټوکر له کڅوړو تر کورنيو باغچو؛ نيمروز کې د سالم چاپېريال رامنځته کېدو لپاره د يو شمېر ښځو هڅې

زرنج (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې له پلاستيکه د پراخې استفادې له امله د چاپېريال ککړتيا په افغانستان کې له جدي ننګونو ګڼل کېږي، اوس په نيمروز ولايت کې يو شمېر ښځې د تکه‌يي کڅوړو او کورنيو باغچو جوړولو له لارې هڅه کوي چې د چاپېریال ککړتیا کمېدو او کورنیو اقتصاد کې عملي ونډه واخلي.

د افغانستان په ګډون اوس په نړۍ کې د چاپېريال ککړتيا يوه جدي ستونزه ګرځېدلې، په ځانګړي ډول په لويو ښارونو کې چې د کثافاتو د سم مديريت نشتوالي او د پلاستيک زيات استعمال له امله چاپېریال سخت اغېزمن شوی دی.

ملګرو ملتونو څه موده مخکې ويلي وو چې هر کال په ټوله نړۍ کې تر ۴۰۰ ميليونه ټنه ډېر پلاستيک توليديږي چې نيمايي يې يوازې د يو ځل کارونې لپاره طرحه شوي وي.

دغه سازمان زياته کړې وه چې دغه پلاستيکونه له يو ځل کارونې وروسته غورځول کېږي يا سوځول کېږي چې د انسان روغتيا، حياتي تنوع او ايکوسيسټمونه زيانمنوي.

پلاستيکي کڅوړو ته نه ویل

د زرنج ښار اوسېدونکې ۴۸ کلنه شيما محمدي پژواک ته وويل: «د پلاستيکي کڅوړي زموږ چاپېريال ککړوي، هر ځای چې ګورې کڅوړې پرتې وي. ما د يوې ښاري په توګه پرېکړه وکړه چې نور له پلاستيکي کڅوړو استفاده ونه کړم او ورته نه ووايم. په کور کې مو له ټوکره کڅوړې وګنډلې او ترې استفاده کوم. غواړم د خپل ژوند په بڼه کې د يو کوچني بدلون په راوستو سره د ککړتيا په کمولو کې ونډه واخلم.»

نوموړې زياته کړه: «پخوا چې پلاستيکي کڅوړې نه وې، زموږ ميندو له ټوکره کڅوړې ګنډلې… کله به چې د کور سړی بازار ته ته، هماغه کڅوړه به يې ورکوله. په بازارونو کې هم ډېری وخت کاغذي کڅوړې کارېدې. هغه مهال خلک صحتمند وو او ناروغۍ کمې وې، خو د پلاستيک له راتلو سره ناروغۍ ورځ تر بلې زياتېږي او خلک د پلاستيک له زيانونو ناخبره دي.»

هغې وويل، وروسته له هغه چې يې د پلاستيکي کڅوړو د زيانونو په اړه يوه عملي ليکنه ولوسته، پرېکړه يې وکړه چې د پلاستيک پر ځای د ټوکر له کڅوړو استفاده وکړي.

هغه دغه‌راز د پلاستیکي لوښو پر ځای ښيښه‌يي  لوښي کاروي او حبوبات په ښيښه‌يي مرتبانونو کې ساتي.

هغې وويل، هڅه کوي دغه فرهنګ د نورو ښځو ترمنځ هم دود کړي او زياته يې کړه: «هر وخت چې له دوستانو، خپلوانو او ګاونډيانو سره مخ کېږم، حتماً يې د پلاستيکي کڅوړو نه کارولو ته هڅوم.»

خو يوازې محمدي نه ده چې د ښار د چاپېريال ککړتيا او کثافاتو اندېښمنه کړې؛ بلکې د زرنج ښار بله اوسېدونکې صدف اميري هم تازه د تکه‌يي کڅوړو کارولو ته مخه کړې ده.

هغې وويل، غواړي له يوې خوا د چاپېريال د ککړتيا په کمولو کې ونډه واخلي او له بلې خوا د خپلې کورنۍ روغتيا وساتي.

هغې زیاته کړه: «زموږ د انګړ مخې ته يوه تشه ځمکه ده، ګاونډيان خپل کثافات هلته اچوي، بيا معتادين او بېوزلي ماشومان د بوتلونو او لوښو لپاره کثافات پلټي او خوروي. ډېری کثافات پلاستيک وي، میاشتې پرې وځي او هماغسې پاتې کېږي.»

اميري د تکه‌يي کڅوړو کارولو د فرهنګ په دودولو کې د ښځو رول اغېزناک وباله او ويې ويل: «که خویندې ان نيم متر ټوکر هم په کور کې لري، کڅوړه دې ترې وګنډي او استفاده دې ترې وکړي او په خپل انګړ کې دې يوه باغچه جوړه کړي.»

دواړو ښځو وويل، تصمیم لري چې په کور کې د ټوکر کڅوړې وګنډي او بازار ته يې هم وړاندې کړي.

هغه ښځه چې د کورنۍ باغچې په جوړولو يې د چاپېريال ککړتيا کمولو لپاره عملي ګام اخيستی دی

د دلارام ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۰ کلنه فريبا یوه له هغو ښځو ده چې د کورنۍ باغچې په جوړولو سره يې هم کرنه پيل کړې او هم يې د چاپېريال په پاک ساتلو کې ونډه اخيستې ده.

هغې وويل، د زرغونتیا او ښېرازۍ خوښېدو له امله يې څو ځلې د دلارام د کرنې له امريته د مرستې غوښتنه وکړه څو بالاخره د باغچې جوړولو امکانات ورته برابر شول.

په همدې حال کې، د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د ترويج مدير اسدالله وايي، شاوخوا يوه مياشت وړاندې د يو شمېر مؤسسو په همکارۍ، د دلارام ولسوالۍ ۴۰ ښځو ته د کورنۍ باغچو پالنې برخه کې روزنه ورکړل شوه او کورنۍ باغچې هم ورته جوړې شوې.

د هغه په خبره، دغه‌راز په دې ولسوالۍ کې د ښځو لپاره ۱۶ شنې خونې جوړې شوې دي چې د کرنې د پراختيا او د چاپېريال‌ساتنې برخه کې د ښځو رول پياوړی کولای شي.

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به د يوې مؤسسې له لارې د نيمروز په کچه د ۶۰۰ نورو ښځو لپاره هم کورنۍ باغچې جوړې شي؛ سروي يې بشپړه شوې او لومړني کارونه روان دي.

د چاپېريال برخې يوه کارپوه نظر

د چاپېريالي چارو کارپوه عبدالمتين متين وايي: «د پلاستيک توليد او بې‌ځايه غورځول یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یوه له لویو ستونزو ده؛ خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې د پلاستيک، پلاستيکي کڅوړو او يو ځل کارېدونکو لوښو کارول د تمدن او پرمختګ نښه بلل کېږي، حال دا چې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې د دغو توکو کارونه چاپېريال ته د زيان له امله په څرګنده توګه کم شوي دي.»

د هغه په خبره، پلاستيک د خپلو کيمياوي ترکيبونو له امله په اسانۍ سره په طبيعت کې نه تجزيه کېږي او د تجزيې موده يې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰۰ کلونو پورې رسېږي.

هغه ټينگار کوي چې د پلاستيک د نه تجزيه کېدو له امله، د هغه خوشي کول په طبيعت کې د چاپېريال د سختې ککړتيا سبب ګرځي او د انسانانو او راتلونکو نسلونو لپاره جدي ګواښ دی.

د چاپېريال‌ساتنې رياست

د نيمروز د چاپېريال‌ساتنې ریيس مولوي حبيب‌الله مظهري وايي چې د چاپېريال ساتنه يو ګډ مسووليت دی، خو ښځې د کور د اصلي مديرانو په توګه د طبيعت د ساتنې فرهنګ د ترویج برخه کې مهم رول لري.

د هغه په وينا، ښځې کولای شي د چاپېريال په ساتنه کې اغېزناکه ونډه واخلي.

مظهري د پلاستيکي کڅوړو پر ځای د نخي کڅوړو کارول د ککړتيا د کمېدو له مهمو لارو بولي او د هغو ميندو د نوښت ستاينه کوي چې دغه فرهنګ ته يې مخه کړې ده.

هغه دغه‌راز زياتوي چې د چاپېريال‌ساتنې رياست د ښوونځيو او مدرسو له لارې د پوهاوي پروګرامونه پلي کوي او د عامه پوهاوي لوړولو لپاره ښوونيز مطالب خپروي.

د هغه په وينا، که څه هم په نيمروز کې د پلاستيک د مصرف کره شمېرې نشته، خو ارزونې ښيي چې په دغه ولايت کې د پلاستيک کارونه لوړه ده چې د کثافاتو د معياري بېلولو نشتون يې له اصلي لاملونو څخه دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.