Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: موږ یوازې د خپل مشروع دفاع حق کارولی او هېڅکله مو پر چا تېری نه دی کړی

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د ا.ا ویاند وایي، د پاکستان کورنۍ جګړه کومه نوې مسئله نه ده خو تل یې هڅه کړې چې پر افغانستان یېوتپي، د افغانستان بهرنی سیاست پر متقابل احترام ولاړ دی، تل یې پر سوله ییز حل ټینګار کړی او اوس هم غواړي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د اسلامي امارت د ویاند، ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې ا.ا له واک ته رسېدو وروسته، له لومړۍ ورځې راهیسې له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی پاتې شوی او پر همدې تګلارې ولاړ دی.

هغه وویل، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې په سیمه کې امنیت او ثبات رامنځته شي او هېڅ هېواد ته زیان ونه رسېږي.

د ده په خبره، د همدې پالیسۍ له مخې، اسلامي امارت د داعش پر ضد یوه اوږده، سخته او پرېکنده جګړه وکړه، چې نه یوازېافغانستان بلکې ټوله سیمه یې له یوه جدي امنیتي ګواښ څخه وژغورله.

دی وویل، اسلامي امارت هېڅکله پر بل چا تېرې نه دی کړی، بار بار یې ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاورهبه د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، او تر ننه پر خپل دې تعهد ولاړ دی.

مجاهد زیاته کړه: «زموږ بهرنی سیاست پر متقابل احترام ولاړ دی، او موږ نه غواړو د چا پر وړاندې د زیان او دښمنۍ لاره خپله کړو. دپاکستان داخلي جګړه په بشپړه توګه د هماغه هېواد کورنۍ موضوع ده او دا کومه نوې مسئله نه ده. شاوخوا شل کاله کېږي چې پهپاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني پوځ ترمنځ جګړه روانه ده. په ۲۰۰۷م کال کې ټي‌ټي‌پي د پاکستان په قبایليسیمو کې خپل شتون اعلان کړ، وروسته پاکستان هلته پرله‌پسې پوځي عملیات ترسره کړل چې تر ټولو ستر یې د ضربِ عضب عملیات ووچې په ۲۰۱۴م کال کې پیل شول

هغه وویل، اسلامي امارت شاوخوا څلور کاله کیږي پر افغانستان واکمن شوی، نو دا هېڅ معقوله نه ده چې پاکستان خپله پخوانۍ اوکورنۍ ستونزه اوس پر افغانستان ور واړوي او له بده مرغه، پاکستان هڅه کړې چې خپلې داخلي شخړې پر افغانستان وتپي.

د ده په خبره: «دا څو هم ځل دی لومړی همدوی تېرې کړي، زموږ هوايي حریم یې نقض کړی او پر ولسي خلکو یې بمبارۍ کړې دي، پهدغو بریدونو کې بې‌ګناه ملکي وګړي، ماشومان او ښځې په نښه شوي، چې دا د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. د جلال‌اباد پېښه یېژوندی او تازه ثبوت دی؛ هلته داسې ځای بمبار شوی چې هېڅ ډول نظامي تاسیسات په کې نه وو او د یوه کروندګر ولسي سړي کور ییبمبار کړ، چې د هغه د کورنۍ اکثریت غړي یی شهیدان کړل او په پکتیکا کې یې بیا د ماشومانو په یوه دینیي مدرسه برید وکړ

د اسلامي امارت ویاند وویل، سره له دې ټولو، کله چې پر افغانستان تېری شوی، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې ستونزه د خبرو اوتفاهم له لارې حل کړي، خو هر ځل بیا تېرې تکرار شوې دي.

هغه دغه راز وویل: «موږ یوازې د خپل مشروع دفاع حق کارولی او هېڅکله مو پر چا تېری نه دی کړی. په تېرو مذاکراتو کې اوربند شویو، خو هغه هم د پاکستان له لوري مات شو

د هغه په خبره، اسلامي امارت تل پر سوله ییز حل ټینګار کړی، اوس هم غواړي ستونزه د خبرو د لارې حل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.