کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ایران د امریکا او اسراییلو د برید په ځواب کې، په قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز بریدونه کړي دي.
امریکا او اسراییل نن (شنبه) پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل.
تر دې وروسته د ایران سپاه پاسداران وویل چې پر اسراییل یې د توغندیزو بریدونو لومړۍ څپه پیل کړې ده.
په همدې حال کې، فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران هوایي ځواک په سیمه کې د امریکا څلور پوځي اډې د ایراني بالستیک توغندیو تر پرلهپسې بریدونو لاندې راوستي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په قطر کې د العدید هوايي اډه، په کویټ کې د السالم اډه، په متحده عربي اماراتو کې د الظفره هوايي اډه او په بحرین کې د امریکا پنځم سمندري اډه د امریکا یادې څلور اډې دي چې د ایران د توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي: «دا ځل به هم د ایران د ملت ځواب ټاکونکی وي او یرغلګر به له خپل مجرمانه عمله پښېمانه کړي.»
اسراییلو د روان کال په غبرګولي میاشت کې هم پر ایران بریدونه کړی و.
په دغو بریدونو کې د ایران اټومي او پوځي تاسیسات، او دغه راز د ایران یو شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي په نښه شوي وو.
د دې اقدام په ځواب کې، ایران هم پر اسراییلو او په قطر کې د امریکا پر پوځي اډه بریدونه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP