Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسراییل دفاع وزارت پر ایران د برید خبر ورکړ

کابل (پژواک، ۱۰ حوت ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اسراییل دفاع وزارت نن اعلان کړی چې پر ایران یې توغندیز برید کړی دی.

فارس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ایران پلازمېنې تهران په مرکز کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپور له مخې، لومړني معلومات ښيي چې څو توغندي د پوهنتون سړک او «د تهران د جمهوریت سیمه» کې لګېدلي دي.

دغه راز، رویټرز خبري اژانس هم د اسراییل د پوځ له قوله راپور ورکړی چې پر ایران یې برید کړی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې د احتمالي غچ اخیستونکو توغندیزو بریدونو د چمتووالي لپاره یې د اسراییل په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه وهلي دي، څو خلک چمتو وساتي.

د دې پېښې د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونه په اړه تراوسه معلومات نشته دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.