کابل (پژواک، ۱۰ حوت ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د دغو بریدونو په غبرګون کې یې پر اسراییل د توغندیزو بریدونو لومړۍ څپه پیل کړې ده.
د اسراییل دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې پر ایران یې توغندیز برید پیل کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم نن په یوه خبري ناسته کې ویلي چې هېواد یې په ایران کې «لوی پوځي عملیات» پیل کړي دي.
ایرنا خبري اژانس د جزییاتو له ورکولو پرته راپور ورکړی چې په قم، لرستان، همدان، کرمانشاه، کرج، تبریز، ایلام او قشم کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د متخاصم او جنایتکار دښمن د تېري په ځواب کې، د اسلامي جمهوریت د پراخو توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو لومړۍ څپه د اشغال شویو سیمو پر لور پیل شوه.»
ورته مهال، الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییل په شمال کې چاودنو سیمې لړزولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP