Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان امنیه قومانداني: د بګرام پر هوایي اډه د پاکستان د بمبار هڅه شنډه شوه

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې نن سهار د پاکستان پوځي رژیم د بګرام پر هوایي اډه د بمبار هڅه وکړه خو د دفاعي سیسټم له لوري دغه هڅه شنډه شوه او هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د بګرام هوايي اډې فضايي حریم کې د پاکستان پوځي رژیم اړوند څو جیټ الوتکو د بمبار وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي: «د بګرام زړورو دفاعي او هوايي ځواکونو په سمدستي او مسلکي غبرګون سره د زیکو یو او دو میلو له دفاعي سیسټمونو په استفادې د دښمن تحرکات شنډ کړل او لازم او قاطع ځواب یې ورکړ.»

سرچینه زیاتوي چې تر دې مهاله په یاده سیمه کې هيڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی او وضعیت په بشپړ ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د هېواد د فضايي حریم او ملي حاکمیت ساتنه یې اساسي او نه بدلېدونکی مسوولیت دی او هر هغه اقدام چې د افغانستان د خاورې، ولس او ارزښتونو پر ضد وي، په متناسب، قاطع او قانوني اقدام سره به ځواب شي.

د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې په شپه د (کب دویمه) په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او ننګرهار کې د استوګنې پر سیمو هوایي بریدونه وکړل او لسګونه ملکي کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

له هغه وروسته د کب په اتمه د افغانستان ملي دفاع وزارت پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځیانو پر پوستو او نظامي مرکزونو انتقامي بریدونه پیل کړل او پاکستاني لوري ته یې درنه مرګ‌ژوبله واړوله.

د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم نه دي درېدلې؛ پاکستان تېره شپه هم په ننګرهار کې پر ځینو ملکي سیمو بریدونه کړي او افغان ځاکونو هم په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم پر پوستو او نظامي مرکزونو مرګوني بریدونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.