کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): په کابل کې د چین سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، ځیني بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ ضد هڅې کوي، خو د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې د دې ډول هڅو مخنیوی وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر له خپل چیني سیال سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا له ټولو سره د متقابل احترام، نه مداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي او د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی د سیمې د ثبات لپاره اړین دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر ژاو شېنګ سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري د افغانستان پر حاکمیت د تیري په اړه مفصل بحث وکړ.
متقي ویلي، د افغانستان د اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د متقابل احترام، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
ده زیاته کړې چې چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی، او هر ډول اقدام چې له دې اصل سره په ټکر کې وي، نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر عمومي امنیت هم منفي اغېز کوي.
یاد وزارت لیکلی، د چین سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړی چې هېواد د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.
هغه هیله څرګنده کړې چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي.
د چین سفیر دغه راز ویلي چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي، خو د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې خنثی کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP