کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې سوداګر او هټۍوال دې احتکار نه کوي او توکي دې له ټاکل شوې نرخنامې سره سم پلوري او که سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.
د امر بالمعروف وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وایي چې دغه وزارت د خپل شرعي مسوولیت له مخې او د دغه وزارت قانون د اتلسمې مادې پر بنسټ، وخت ناوخت بازارونه، هټۍ او سوداګریز مرکزونه څاري او د نرخونو د کنټرول ترڅنګ د احتکار، قیمت لوړونې، د وخت تېرو توکو له پلورلو، غش او نورو ناوړه کړنو مخنیوی کوي، څو د ولس حقوق خوندي او بازارونه منظم وساتل شي.
هغه وایي، له همدې امله، د هېواد په کچه ټولو درنو سوداګرو، هټۍوالو او د سوداګریزو مارکیټونو مسوولینو ته خبر ورکول کېږي چې په خپلو چارو کې یاد اصول په جدي توګه مراعات کړي، خپل توکي له ټاکل شوې نرخنامې سره سم وپلوري، له احتکار، قیمت لوړونې او هر ډول ظلمه ډډه وکړي او په تله او پیمانه کې بشپړ عدالت تأمین کړي.
خیبر زیاتوي چې له یادو اصولو سرغړوونکي هټۍ او مارکېټونه به مهرولاک شي او مسوولین به یې د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قانوني مراجعو ته وسپارل شي.
ده له خلکو غوښتي چې په یاده برخه کې د امر بالمعروف له وزارت سره همکار وکړي او که چېرې د قیمت لوړونې، احتکار، غش یا ورته نورو سرغړونو شاهدان وي او یا ورسره مخ شي، کولای شي د هېواد په کچه د اړوندو ولایتونو د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاستونو له رسمي شمېرو سره اړیکه ونیسي، څو پر وخت او لازم قانوني اجراات ترسره شي.
د امر بالمعروف وزارت وایي چې له یادو اصولو سرغړونکي هټۍ او مارکېټونه به وتړل شي او مسوولین به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP