Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په راتلونکي نوي کال کې په ټول هېواد کې نږدې ۱۹ میلیون نیالګي اېښودل کېږي

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په کابل کې د نیالګیو اېښودو ملي کمپاین پیل شوی او راتلونکي نوي کال کې به په ټول هېواد کې نږدې ۱۹ میلیون نیالګي کېښودل شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن ویلي چې د دغه وزارت له لوري د کابل په بادام‌باغ کې «د نیالګیو اېښودل صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو اېښودو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له خلکو غوښتي چې د نیالګیو په اېښودو او پالنه کې فعاله ونډه واخلي.

هغه زیاته کړې، د وروستیو کلونو وچکالۍ او د هوا ککړتیا زیاتېدو ته په کتو، د کرنې پراختیا او د نیالګیو کېنول د هوا په پاکوالي او د اوبو سرچینو په زیاتوالي کې بنسټیز رول لري او د دولت او ولس ګډه همکاري کولای شي د هېواد په زرغونتیا او سوکالۍ کې اغېزناکه تمامه شي.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د نیالګیو اېښودو ملي کمپاین یو بنسټیز چاپېریالي اقدام وباله او زیاته یې کړه چې باید ورته د یوې ملي پروژې په سترګه وکتل شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د هېواد د ودې لپاره باید کرنه او قدرتي سرچینې د پراختیايي پالیسیو په محور کې ځای ولري.

دغه‌راز، د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل ویلي، روان کال د یاد وزارت په قوریو کې نږدې ۱۱ میلیونه نیالګي تولید شوي چې د وېش لپاره چمتو دي.

هغه زیاته کړې، په غرونو او غونډیو کې پر شاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه ځنګلونه رغول شوي او ۱۱۰۰ هکټاره ځمکه د پستې، چهارمغز او جلغوزیو بڼونه هم بیارغول شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، روان کال به په ټول هېواد کې ۱۸.۹ میلیونه نیالګي تولید او کېښودل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.