Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «وله یې مولوي صاحب!» تر سرلیک لاندې شعري ټولګه چاپ شوه

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): د «وله یې مولوي صاحب!» تر سرلیک لاندې د بېلابېلو شاعرانو د نږدې سلو حماسي او ملي شعرونو ټولګه چاپ شوه.

د روان کال د تلې په ۱۹مه د یک‌شنبې په شپه، افغان ځواکونو وروسته له هغه د ډیورند پر فرضي کرښه د پاکستان پوځي رژیم پر پوستو غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل چې پاکستاني الوتکو د افغانستان حریم نقض او هوایي برید یې وکړ.

د یادو انتقامي عملیاتو پر مهال له افغان ځواکونو یو کس پر خپل ملګري غږ کوي چې «وله یې مولوي صاحب!»

د «وله یې مولوي صاحب!» ویډیو ډېره ژر پر ټولنیزو رسنیو په پراخه کچه خپره او دا جمله ډېره مشهوره شوه.

اوس د «وله یې مولوي صاحب!» تر سرلیک لاندې د حماسي شعرونو ټولګه چاپ شوې ده.

عبدالوهاب مومند چې د دې ټولګې د کمپوز چارې یې ترسره کړې، پژواک ته وویل چې د دې ټولګې چمتوکوونکی د بغلان ولایت ځوان شاعر محمدحسن عمري دی او دا ټولګه په ۱۴۲ مخونو کې ترتیب او چاپ شوې ده.

دی وایي چې یاده ټولګه د هېواد د معاصرو او مخکښو شاعرانو نږدې سل ۱۰۰ حماسي او ملي شعرونه رانغاړي چې د وطنپالنې، مېړانې، یووالي او د ملي ارزښتونو د ساتنې موضوعات په‌کې انځور شوي دي.

دی دغه‌راز وایي، په کتاب کې د لیکوال دادمحمد ناوک، د پوهنتون د استاد، لیکوال او شاعر ګل‌رحمن رحماني او په پاکستان کې د افغانستان د مخکني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف یادښتونه هم راغلي چې محتوايي او ادبي ارزونه یې کړې ده.

هغه وویل چې په دغو شعرونو کې د هېواد د نامتو شاعرانو، لکه پیرمحمد کاروان او استاد فضل‌ولي ناګار شعري بېلګې هم راغلې دي.

مومند زیاتوي: «د کتاب شعرونه له هنري پلوه د خیال، تصویر، شعریت او فکري جوړښت له اړخه سنجول شوي او هڅه شوې چې موضوعات په نرمې، ادبي او درنې ژبې وړاندې شي او د ټولګې اساسي محور د هېواد مینه، ملي وقار، اتفاق او ټولنیز پیوستون دی.»

دی وایي چې یاد اثر د کوم رسمي بنسټ، دولتي ارګان یا سیاسي ګوند د موخو استازیتوب نه کوي، بلکې د چمتوکوونکي خپلواک ادبي نوښت دی چې دغه هېوادني او ملي موضوعات یې د شعر په ژبه انځور کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.