کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): د تېر حکومت پر مهال د ولسي او مشرانو جرګو یو شمېر غړو او سیاسيونو پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم تېری په کلکو ټکو وغنده او له اسلامي امارت څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې په شپه (د کب دویمه) د افغانستان حریم نقض کړ، په ننګرهار او پکتیکا کې یې پر ملکي سیمو بریدونه وکړل او دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له اتمې راهیسې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
یاده غونډه چې نن په کابل کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د مرستیال سرور دانش په دفتر کې جوړه شوې وه، چې په کې په کې شاوخوا شل تنو د تېر حکومت د ولسي او مشرانو جرګو غړو او یو سیاسيونو ګډون کړی وو.
د تېر حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال وویل: «نننۍ غونډه د افغانستان د پخوانیو مجلسونو او نورو سیاسيونو له لوري په دې موخه رابلل شوې چې وکولای شو د پاکستان اصلي څېره، د پرون او نن څېره، سره پرتله کړو.»
هغه زیاته کړه، نن اوومه ورځ ده چې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره تېری دوام لري او بېګناه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
ده وویل: «اسلامیت او ګاونډیتوب دې ته وایي؟ هغه کرايي علما چې په سر کې یې اشرفي واقع دی، تاسو د هغو فتوا او نظر واورېد. جالبه دا ده چې د جهاد فتوا صادروي؛ زه لا د ده په مسلمانۍ کې شک لرم، ته راته مریدان نیسې. هغه هېواد چې د انګرېز له لمنې زېږېدلی او تر اوسه یې هویت معلوم نه دی.»
هغه زیاته کړه، پاکستان په خپل ۷۸ کلن عمر کې چې له افغانستان سره ګاونډی دی، د ظاهرشاه له حکومت څخه نیولې تر نن ورځې پورې ټولو حکومتونو ته ستونزې جوړې کړې دي.
نوموړي وویل، دا د هر افغان مسوولیت دی چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
په تېر حکومت کې د پکتیکا د خلکو استازي نادر خان کټوازي وویل: «دا غونډه اسلامي امارت ته د باور ورکولو لپاره ده چې ټول افغانان په داسې حالت کې چې له یو تورمخي دښمن سره مخامخ یو، په یوه مرچل کې ولاړ دي. د افغانستان هر قشر، د افغانستان د هرې ژبې ویونکي او د هر مذهب پیروان ټول په یوه خط کې ولاړ دي او له پاکستان سره د مخالفت او جګړې لپاره چمتو دي.»
هغه زیاته کړه، پاکستان له افغانانو سره دښمني لري او هر کله چې پوه شي یو حکومت د افغانانو د پرمختګ، هوساینې او سوکالۍ لپاره ګام اخلي، دوی د افغان حکومت پر ضد داسې عملونه ترسره کوي.
هغه وویل: «موږ د پاکستان له ولس څخه، له هغو خلکو چې سوله غواړي او له هغو کسانو چې رښتیا په انسانیت باور لري، دا غوښتنه کوو چې د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې ودرېږي؛ ځکه له افغانستان سره جګړه پیلول کېدای شي اسانه وي، خو جګړه ختمول او له افغانستانه وتل د پاکستان کار نه دی او نه یې کولی شي.»
په مشرانو جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي امانالله عظمي وویل: «د افغانستان ولس پوهېږي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې نوې پروژه پیل کړې ده او د همدې پروژې لپاره د افغانستان پر مجاهد ولس بمبارد کوي. دا زموږ ایماني او وجداني وظیفه ده؛ که سپینږیري یو که ځوانان، باید د دغې پروژې مخه په هر ډول ونیسو.»
هغه وویل: «پاکستان باید په دې پوه شي چې موږ جهاد ته اماده یو. موږ دا غږ کړی، زموږ پلرونو کړی او زموږ نیکونو کړی دی. ټولو افغانانو دا غږ کړی چې دا خاوره زموږ مور ده؛ څوک چې له خپلې مور دفاع نه کوي، هغه د خپلې مور زوی نه دی.»
په تېر حکومت کې د بغلان د خلکو استازي اسدالله شهباز وویل: «تاسو ته معلومه ده چې د افغانستان د علماوو شورا کې چې د بېلابېلو ولایتونو او مذهبونو علما راټول شوي وو، په وار وار یې ویلي چې پاکستان چې په افغانستان کې کوم شوم اهداف تعقیبوي، د هغو پر وړاندې جهاد روا دی.»
هغه زیاته کړه، دا د هر افغان مسوولیت دی چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
په یاده غونډه کې د تېر حکومت د غزني د خلکو استازي محمدعلي اخلاقي وویل چې دوی د پاکستان تېری په کلکو ټکو غندي.
هغه له هېواده بهر له ټولو سیاسيونو، سوداګرو او نورو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي څو یو موټی شي او د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP