Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

آی‌اوام: د افغانستان او پاکستان تاوتریخوالی د راستنېدونکو د لا ډېر بې‌ځایه کېدو خطر زیاتوي

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴)د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو تاوتریخوالو له دوام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه وضعیت به د افغان راستنېدونکو شرایط لا پسې کړکېچن کړي.

آی‌اوام په یوه راپور کې لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ د فرضي کرښې (ډیورند) په اوږدو کې روانې پوځي نښتې د ملکي تلفاتو، د حیاتي بنسټونو د زیانمنېدو او د ختیځ او سوېل ختیځ افغانستان په کچه د نږدې ۶۶ زره کسانو د بې‌ځایه کېدو لامل شوې دي.

سازمان ویلي، دغه بدلونونه د لا ډېر بې‌ځایه کېدو خطر، د راستنېدو بهیر چټکتیا او په هغو ټولنو کې د زیان‌منېدنې کچې زیاتوالی رامنځته کوي چې له مخکې د منابعو د کمښت او فشار لاندې دي.

د آی‌اوام په وینا: «هر ډول اضافي بې‌ځایه کېدل چې د جګړې له امله رامنځته شي، یا هم په لویه کچه ناڅاپي راستنېدل، پر ځایي خدمتونو، سرحدي بنسټونو او کوربه ټولنو سخت فشار راوړي او د ځواب‌ویلو هغه وړتیا چې له مخکې محدوده ده، لا نوره هم کمزورې کوي.»

آی‌اوام همداراز تایید کړې چې د دې سازمان لږ تر لږه د ننگرهار ولایت د ترانزیټ له مرکزونو څخه یو یې د وروستیو نښتو پر مهال د پام وړ جانبي زیانونه لیدلي دي.

د سازمان په خبره، د تاوتریخوالي زیاتوالی د بې‌ځایه کېدو، شړلو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د ناڅاپي راستنېدو خطر لوړوي او پر سرحدي ولایتونو او بشري مرستندویه سیستمونو لا ډېر فشار راولي.

په راپور کې ټینګار شوی چې د ملکي وګړو، د بشري مرستو د کارکوونکو او اړوندو تاسیساتو خوندیتوب باید تل په پام کې ونیول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.