کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): کابل ښار کې یوه ځوانه نجلۍ سمیرا حسني چې په یوه خصوصي کورس کې د تدریس ترڅنګ یې د دوه زره افغانیو په پانګه د انلاین پلور کاروبار پیل کړی، وايي، د هر کار پیل سخت دی، خو نجونې باید په زړورتیا پیل وکړي او پر خپلو وړتیاوو باور ولري.
پژواک خبري اژانس د «آینۀ زن» په دې خپرونه کې له سمیرا حسني سره مرکه کړې ده.
شل کلنه سمیرا حسني چې د کابل ښار د پل خشک سیمې اوسېدونکې ده، څلور کاله مخکې د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وه؛ خو وروسته له هغه چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې تر بل امر پورې وځنډولې، د انګلیسي ژبې زدهکړې ته یې مخه کړه.
هغه وايي، وروسته له هغه چې ښوونځی یې پر مخ وتړل شو، د انګلیسي ژبې او ترڅنګ یې د انځورګرۍ او مړۍ اوبدلو هنر زدهکړې هم پیل کړې.
سمیرا چې د انګلیسي ژبې له کورسه تر فراغت وروسته اوس په یوه ښوونیز مرکز کې د دې ژبې تدریس کوي، وایي، کوم معاش چې یې له تدریسه ترلاسه کاوه، بسنه نه کوله، له همدې امله تل د حل لارې په لټه کې وه؛ بالاخره یې د ځینو ښځو انلاین فعالیتونو ته په ټولنیزو شبکو کې پام شو.
هغې وویل: «کله چې مې په ټولنیزو شبکو کې ډېرې نجونې ولیدلې چې کار کوي، تل مې له ځان سره ویل چې باید خپل شخصي کار ولرم او انلاین کاروبار پیل کړم.»
هغې چې له کوچنیوالي له مرۍ اوبدنې سره مینه درلوده او له مریو د ګاڼو په جوړولو کې له ځانګړي وړتیا برخمنه ده، وایي فکر یې وکړ چې له مریو ګاڼې جوړې کړي او د انلاین له لارې یې وپلوري. دغه کار یې د تېر میلادي کال په پیل کې د دوه زره افغانیو په پانګه پیل کړ.
هغې زیاته کړه: «په پیل کې مې یوازې د لاس جوړ شوي لاسبندونه چې له مریو جوړېدل، تیارول؛ خو ورو ورو مې ذهن ته دا فکر راغی چې باید خپل کار پراخ کړم، نو د سټېل ګاڼو ته مې مخه کړه او لږ لږ د جامو پلورلو برخه کې هم کار کوم.»
د هغې په وینا، د مرۍ اوبدنې برخه کې ورسره د کورس پنځه شاګردانې او د خیاطۍ برخه کې یې ورور مرسته ورسره کوي.
هغې د ستونزو په اړه وویل: «په افغانستان کې انلاین کار کول سخت دي؛ ځکه خلک د انلاین پېرلو له طریقې سره ډېر بلد نه دي. ځیني خلک فکر کوي چې جنس ښه نه وي یا کله چې پېرېدونکي ته ورسېږي، خوښ یې نه کړي او بېرته یې ستنول غواړي. اوس مهال انلاین شاپونه په افغانستان کې پېژندل شوي او بیې یې ډېرې لوړې دي، خو زموږ هڅه دا ده چې دا فکر د خلکو له ذهنه وباسو او بیې ټيټې وساتو.»
هغې چې له خپل کاره خوشحاله ده، وویل: «زما کورنۍ، په ځانګړي ډول مور مې، زما ملاتړ کړی. ښایي عملي مرسته یې نه وي کړې، خو د هغوی خبرې او ملاتړ زما لپاره هیله وه؛ تل راته وایي: هیلهمنه اوسه او باور ولره چې یوه ورځ به دې انلاین کاروبار په نړۍواله کچه وي.»
سمیرا هم هیله لري چې کار یې وده وکړي او ان تولیدات یې له هېواده بهر هم مینهوال پیدا کړي.
هغې نورو نجونو ته په خطاب کې وویل، د هر کار پیل سخت دی او لومړی ګام ډېر ستونزمن وي؛ خو په هره برخه کې چې مهارت لرئ، په زړورتیا پیل کړئ او پر خپلو وړتیاوو باور ولرئ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP