Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کوچني اختر رارسېدل؛ د سرسایې اندازه له ۶۲ تر ۶۴ افغانیو ټاکل شوې ده

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۴): دیني عالمان وایي، د فطر صدقه یا سرسایه یو شرعي حکم او اسلامي وجیبه ده چې د ټولنې د شتمنو او بېوزلو ترمنځ د مرستې، مینې او ورورولۍ ‎لامل ګرځي؛ د حج او اوقافو وزارت په بازار کې د غنمو ورځني نرخ له مخې سږ کال د سرسایې (صدقه فطر) اندازه له ۶۲ تر ۶۴ افغانيو ټاکلې ده.

د فطر صدقه (سرسایه) هغه واجبه صدقه ده چې مسلمانان یې د روژې مبارکې میاشتې په پای کې د کوچني اختر له لمانځه مخکې بېوزلو او اړمنو کسانو ته ورکوي.

د فطر صدقه باید څوک او چا ته ورکړي؟

دیني عالم نورالله کوثر پژواک ته وویل، د فطر فطر چې عربي کلمه ده، یو شرعي حکم او واجب ده او باید د هرې کورنۍ د غړي پر سر ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «سرسایه په هغه چا لازمه ده چې توان یې د ادا کېدو ولري چې د نصاب خاوند وي، دومره پیسې ولري چې له خپلو ورځنیو اړتیاوو څخه یې اضافه وي او د نن او سبا خوراک پرې کولی شي او فقها بیا وایي چې نصاب یې پوره کړی وي، یعنې زکات پرې واجبېږي، دومره امکانات ولري چې په ده باندې زکات واجب وي، په ده باندې د فطر صدقه واجب ده.»

دی وایي، د کورنۍ یو کس مشر کولی شي چې د نورو غړو سرسایه ورکړي او که څوک مستقل وي هغه دې خپله سرسایه ورکړي.

د هغه په خبره، سرسایه دې هغه چا ته ورکړل شي چې مسکین او فقیر وي.

هغه وایي، سرسایه د اختر د لومړۍ ورځې په سهار واجبېږي خو له هغه مخکې یې هم  ورکول  جایز دي. خو د روژې په اخر کې چې اختر ته دوه ورځې پاتې وي، ورکول یې غوره دي.

دی وایي چې سرسایه باید د اختر له لمانځه مخکې ورکړل شي.

نوموړي وویل، سرسایه د فقیر او غني، د ورکوونکی او اخیستونکي ترمنځ محبت رامنځته کوي، ورورګلوي پیاوړې کوي، په ټولنې مثبت اغېز لري، اقتصادي تعادل رامنځته کوي، فقر او بې‌وزلي له منځه وړي.

ذبیح الله د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی وایي چې دوی په کور کې لس کسان دي او د روژې په پیل کې یې سرسایه ورکړې ده.

هغه وویل: «ځکه مې سرسایه د روژې په پیل کې ورکړه یو خوا روژه وه او بل خوا بې کاري ده، نو په دې خاطر مې سرسایه ورکړه چې د بې وزله کسانو لپاره هم په روژه کې یو څه وشي.»

هغه له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه چې خپلې سرسایې دې په همدې روژه کې بې‌وزله کسانو ته ورکړي څو روژه په ښه شان تېره کړي.

څومره صدقه فطر ورکړو؟

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په بازار کې د غنمو ورځني نرخ له مخې سږ کال د سرسایې (صدقه فطر) اندازه له ۶۲ تر ۶۴ افغانيو ټاکلې ده.

د حج او اوقافو وزارت د سرسایې د احکامو په اړه د خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي: «د ۱۹۰۰ ګرامو غنمو بیه ۵۹ افغانۍ، د ۱۹۰۰ ګرامو غنمو اوړو بیه ۶۱ افغانۍ، د ۳۸۰۰ ګرامو اوربشو بیه ۱۱۸ افغانۍ، د ۳۸۰۰ ګرامو د اوربشو اوړو بیه ۱۲۲ افغانۍ، د ۳۸۰۰ ګرامو خرما بیه ۵۴۰ افغانۍ او د ۳۸۰۰ ګرامو ممیزو بیه ۹۲۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.»

سرچينې زياته کړې، د یادو توکو اندازه د حنفي مذهب مطابق  ټاکل شوې، د احتیاط له مخې غوره ده چې د یوې فطرانې له غنمو او د هغو له اوړو څخه دوه کیلو ګرامه په پام کې ونیول شي چې د غنمو بیه ۶۲ افغانۍ او د اوړو بیه ۶۴ افغانۍ کېږي.

یاد وزارت دغه راز ویلي، د پاتې نورو توکو د یوې فطرانې اندازه دې څلور کیلو په نظر کې ونیول شي چې د اوربشو بیه ۱۲۴ افغانۍ، د اوربشو د اوړو بیه ۱۲۸ افغانۍ، د خرما بیه ۵۶۸ افغانۍ او د ممیزو بیه ۹۸۶ افغانۍ کېږي.

د حج اوقافو وزارت ویلي، په ولایتونو کې د دغو توکو په بدل کې د نغدو پیسو د ورکولو په صورت کې بیه یې باید د ځايي نرخ له مخې وټاکل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.