Language

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه د سیمې د ځینو هېوادونو په حضور کې نن ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې دغه غونډه به نن (دوشنبه) د امریکا پر وخت د ماسپښین ۳:۰۰ بجې وشي.

ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر (یوناما) سرپرسته جورجیت ګانیون، د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.