Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې د سوځېدلو هټیو ارزونه؛ له زیانمن‌ شوو سوداګرو سره مالي مرسته کېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د ننګرهار د والي په سپارښتنه یوه پلاوي په تورخم کې د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې د سوځېدلو هټیو ارزونه کړې چې په نتیجه کې به یې له زیانمن شوو سوداګرو سره مالي مرسته وشي.

د راپورونو له مخې، یادو هټیو او سوداګریز مارکېټ د پاکستان پوځي رژیم د راکټي بریدونو له امله سوځېدلی و چې شاوخوا ۳۰۰ میلیون افغانی زیان اوښتی دی.

د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند د ولایت مقام د دفتر د رییس مولوي شاهد نوراني په مشرۍ یوه پلاوي ته لاښوونه کړې وه چې په تورخم کې د یادې اورلګېدنې د زیانونو ارزونه وکړي.

د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي د هټیو او سوداګریز مارکېټ له مالکانو سره ناسته وکړه او د زیانونو په اړه یې ترې پوښتنې وکړې، دغه معلومات به د ننګرهار د والي له لوري له مرکز سره شریک شي، څو له زیانمن شوو هټۍوالو سره مالي مرستې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.