Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امو سیند غاړې ته تخریب شوې ځمکې بیارغول کېږي

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې امو سیند ته څېرمه د تخریب شوو ځمکو بیارغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه او له رغونې وروسته به پرې د مالدارۍ او کرنیز فارمونه او فابریکې جوړې شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه ترسره شوه.

سرچینه زیاتوي، دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې د تایید وړ وبلل شوه.

د دې طرحې له مخې به لومړی تخریب شوې ځمکه بېرته ورغول شي او وروسته به په کې کرنیز، د مالدارۍ فارمونه او د پروسس فابریکې جوړې شي چې په زیاته اندازه باکیفیته محصولات به تولید او زرګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د سوداګریز او استوګنیز کمپلکس جوړولو پر طرحه هم بحث وشو. له بحث وروسته کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، څو د ځمکې ملکیت او د ملکیت پلان معلوم کړي.

سرچینې لیکلي، که دغه ځمکه د پانګونې لپاره مساعده وه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره دې تخنیکي بحثونه ترسره او راپور دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همداراز د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري په کابل ښار کې د موټر پلورنځیو لپاره د منظمو ځایونو پر ټاکلو هم بحث وشو.

په یاده غونډه کې کابل ښاروالۍ او د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار په څو سیمو کې د موټر پلورنځیو لپاره مناسب ځایونه په نښه، د هغه لپاره طرحه جوړه او د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې سره یې شریکه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.