کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د کوچني اختر تر رارسېدو یوازې درې ورځې پاتې دي او ډېری خلک د دغو ورځو لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي، داسې بېوزلې کورنۍ هم شته چې د مرستې په تمه دي څو وکولای شي د خپلو ماشومانو لپاره یو ګوله ډوډۍ برابره کړي.
د دغو بېوزلو له ډلې یوه هم زرافشان ده؛ هغه ښځه چې مېړه یې فلج شوی، وایي د دوی د کورنۍ اقتصادي وضعیت تر دې حده خراب دی چې ان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرولو وس هم نه لري.
پنځوس کلنه زرافشان، د کابل ښار د «چهلدختران غره» سیمې اوسېدونکې او د خپلې اووهکسیزې کورنۍ یوازېنۍ نفقه برابروونکې ده. هغه وایي، شپږ کاله مخکې کله چې د کابل د چهلدختران غره په سیمه کې د سیدالشهدا ښوونځی تر برید لاندې راغی، مېړه یې په بېړه ښوونځي ته ولاړ؛ خو د ښوونځي مخې ته بله چاودنه وشوه او هغه ټپي شو. له ډېرې درملنې سره سره یې لا هم لاسونه او پښې فلج پاتې دي.
هغه چې د څلورو لوڼو او یوه زوی مور ده، د کورنۍ د لګښتونو برابرولو په اړه وایي: «د خلکو په کورونو کې کالي مینځم، وړۍ وشنم او بادام ماتوم، څو وکولای شم د خپلو ماشومانو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړم.»
زرافشان وایي چې د خپل مېړه موسی د عملیاتو لپاره یې خپل کور پلورلی او اوس مهال په کرایي کور کې ژوند کوي.
د هغې په وینا، په دې کلونو کې یې د بنسټونو یا اشخاصو له لوري هيڅ دوامداره مرسته نه ده ترلاسه کړې او یوازې د سیمې د استازي له لارې د څو میاشتو لپاره لنډمهاله مرسته ور رسېدلې ده.
هغې وویل: «څو میاشتې به یې موږ ته هره میاشت شاوخوا ۲۹۰۰ افغانۍ مرسته راکوله، خو وروسته دا مرسته هم بنده شوه.»
زرافشان د کوچني اختر رارسېدو په اړه وایي چې په همدې شپږو کلونو کې یې په هیڅ اختر کې د خپلو ماشومانو لپاره نوې جامې نه دي اخیستې، نه یې د اختر مېوې او کلچې اخیستي دي؛ د دوی د کورنۍ ډېری جامې د خلکو له مرستو او د نورو له زړو او نوو جامو برابرېږي.
سره له ټولو ستونزو، هغه لا هم د خپل مېړه د ښه کېدو هیله لري او وایي: «که مېړه مې ښه شي، زموږ ژوند به بېرته سم شي.»
په همدې حال کې، موسی نه شي ګرځېدای، لاسونه او پښې هم نه شي خوځولی او ان غږ هم سم نه اوري. هغه په کمزوري غږ او له غم ډکو سترګو د خپل ژوند د حالت په اړه خبرې کوي.
موسی چې اوښکې یې پرلهپسې بهېدلې، وویل: «موږ د مرستې مستحق یو، موږ هیڅ هم نه لرو؛ زموږ د کور حالت وګورئ، کور هم کرایي دی. هر ځای چې څوک وکولای شي زموږ لاس ونیسي، دا زموږ لپاره لویه مرسته ده. په همدې روزه کې یوه مرسته وشوه؛ یوه نېک انسان یوه بوجۍ اوړه راوړل، هماغه هم ښه وو.»
هغه د اختر رارسېدو په اړه وایي، په داسې حال کې چې ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره نوې جامې اخلي او بېلابېل خوراکي توکي برابروي، دوی د دغو هیڅ شي برابرولو وس نه لري.
هغه د خپل یوازېتوب او بدني ناتوانۍ په اړه وایي: «کله چې یوازې شم، زړه مې ډېر تنګېږي، له ځان سره وایم: خدایه! ولې دې له هماغه لومړۍ ورځې زما ساه وانه خیسته، څو دا ټولې سختۍ او بدمرغۍ مې نه وای زغملې.»
په همدې حال کې، یو دیني عالم مفتي شمسالرحمن فروتن وایي: «له فقیرانو، مسکینانو او بېوزلو خلکو سره مرسته کول په هر وخت کې فضیلت لري، خو په ځانګړي ډول د روژې مبارکه میاشت کې ډېر زیات فضیلت لري. رسول الله (ص) فرمایي: څوک چې روژهدار ته افطار ورکړي، الله تعالی افطار ورکوونکي ته د روژهدار په شان اجر او ثواب ورکوي، پرته له دې چې د روژهدار له اجره څه کم شي.»
فروتن زیاته کړه، هر څوک مکلف دی د خپل وس مطابق له بېوزلو سره مرسته وکړي او الله تعالی به ورته د هماغه اندازې اجر او ثواب ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP