کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۵): د ریاستالوزرا اداري مرستیال د پلازمېنې په ترمینل کې د کډوالو له موقتي کمپ څخه د لیدنې پر مهال ویلي ا.ا هڅه کوي چې د سرپناه برابرولو، لومړنیو خدماتو وړاندې کولو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو او نورو برخو کې راستنېدونکو کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ارګ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې لیدنې پر مهال د کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ د کمپ له بېلابېلو برخو لکه جومات، روغتیايي مرکز، خېمو او ترانسپورتي وسایطو څخه لیدنه کړې او د کډوالو لپاره د خدماتو وړاندې کولو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه د کډوالو ستونزې او غوښتنې اورېدلې او ډاډ یې ورکړی چې د دغو ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
حنفي ټینګار کړی چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه ده او مسوولین هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د سرپناه برابرولو، لومړنیو خدماتو وړاندې کولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ژوند د شرایطو د ښه کولو په برخه کې راستنېدونکو کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مسوولینوغوښتي چې د کډوالو چارو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
ده له کډوالو هم غوښتي چې د خپل هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP