Language

د چین د بهرنیو چارو وزیر: بیجینګ به د نورو هېوادونو د حاکمیت له نقض سره مخالفت وکړي

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۵): د چین د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي چې بیجینګ به خپل «بې‌طرفه او عادلانه دریځ» ساتلو ته دوام ورکړي او د نورو هېوادونو د حاکمیت له نقض سره به مخالفت وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان پر اېکس‌پاڼه د خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وانګ يي له ټولو لورو غوښتي څو د سولې لپاره له هر فرصت او لارې ګټه واخلي او د سولې خبرې هر څه ژر پیل کړي.

هغه ټینګار کړی چې چین د سولې ملاتړ کوي، د دښمنیو درولو لپاره هڅې کوي او د سیمې سولې او ثبات ته به ژمن پاتې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د خبرپاڼې په خپرولو له دغو خبرو اترو خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، عراقچي په دې خبرو کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول له چین او روسیې د ایران جدي تمه دا ده چې د امریکا او اسرائیل د بریدونو په غندلو کې قاطع دریځ خپل کړي او د دې مخه ونیسي چې امریکا له امنیت شورا څخه ناوړه ګټه پورته کړي.