کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۵): د بشري مرستو د همغږۍ برخه کې د یوناما مرستیال وایي، ملګرو ملتونو د اسلامي امارت د وړاندیز او ټینګار په پایله کې د مرستو ډېره برخه پر اوږمهالو پراختیایي پروژو لګولې ده او په خبره یې، له هرې ممکنې لارې به له افغانانو سره همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راټوټه سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو له امله د مخې ښې ناسته وکړه.
سرچینه زیاتوي، اندریکا راټوټه راستنېدونکو او بېځایه شوو ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د افغان حکومت د مسوولو ادارو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه د اسلامي امارت د وړاندیز او ټینګار په پایله کې د مرستو ډېره برخه پر اوږد مهاله انکشافي پروژو باندې لګولې ده.
نوموړی دغه راز ویلي، په نړۍ کې پر ناورینونو سربـــېره یوناما توانېدلې چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د پام وړ بودجه راجلب کړي او په دې برخه کې به هڅې لا دوام ولري.
راټوټه زیاته کړې، له پاکستان سره پر کرښه د جګړې له امله د ولسي خلکو مرګژوبله او د کورنیو بېځایه کېدل د اندېښې وړ او زړه بوږنوونکې مسئله ده.
هغه ویلي چې د پاکستاني لوري بریدونو کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوي او له پولې سره نږدې د کډوالو په پنډغالو کې ناچاودي توکي پاکولو ته اړتیا لري.
نوموړي دغهراز یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو مرستندویو ادارو وروستو بېځایه شوو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې او تمه ده چې ژر بشپړه شي.
اندریکا راټوټه ټینګار کړی چې له هرې ممکنې لارې به له افغانانو سره همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو همغږۍ برخه کې د یوناما د مرستیال راټوټه د هڅو او ماموریت ستاینه وکړه.
مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وبللې او یادونه یې وکړه چې اسلامي امارت د خپلو امکانات یوه لویه برخه د اړمنو او راستنېدونکو د لاسنیوی لپاره ځانګړې کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په شپږو سرحدي ولایتونو کې د پاکستاني رژیم د ړندو ګولیو له امله بېځایه شوو ته مرستې وېشل شوې او پاتې درېیو نورو ولایتونو ته هم مرستې چمتو شوې دي.
د کډوالو وزیر د ملګرو ملتونو د استازو له خوا شریک شوي وړاندیزونه مهم وبلل او پر ګډ کار یې ټینګار وکړ او دغه راز یې اندریکا راټوټه ته په راتلونکي کې د بریا هیله څرګنده کړه.