کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند لپاره هڅې له ناکامۍ سره مخ دي او تهران په رسمي ډول منځګړو ته خبر ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې په اسلاماباد کې له امریکايي چارواکو سره لیدو ته چمتو نه دی او د واشنګټن غوښتنې د منلو وړ نه بولي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان، مصر، ترکیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران تېره اونۍ په اسلاماباد کې سره راټول شوي وو او د امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو یې خبرې کړې وې.
د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته پاکستان اعلان کړی و چې په نږدې راتلونکي کې به د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د کوربهتوب لپاره چمتووالی ونیسي.
په همدې حال کې، وال سټریټ ژورنال تازه راپور ورکړی چې د سیمې د هېوادونو اوسنۍ هڅې چې د پاکستان په مشرۍ د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند لپاره روانې وې، له ناکامۍ سره مخ دي.
د راپور له مخې، ایران په رسمي ډول منځګړو ته خبر ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې په اسلاماباد کې له امریکايي چارواکو سره لیدو ته چمتو نه دی او د امریکا غوښتنې «د منلو وړ نه دي.»
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې ترکیه او مصر لا هم هڅه کوي چې د دغه «بنبست» پای ته رسولو لپاره کومه لاره ومومي.
بل لور ته، د فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا د وري میاشتې په ۱۳مه د یوه دوست هېواد له لارې د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز کړی و.
په راپور کې راغلي: «ارزونې ښيي چې دغه وړاندیز په سیمه کې د کړکېچ تر زیاتېدو او د ایران اسلامي جمهوریت د پوځي وړتیاوو د ناسم اټکل له امله د امریکا د پوځ لپاره د جدي ستونزو تر رامنځته کېدو وروسته شوی دی.»
د راپور له مخې، ایران دغه وړاندیز ته لیکلی ځواب نه دی ورکړی؛ بلکې د «درنو بریدونو» په دوام یې میداني ځواب ورکړی دی.
دې سرچینې فارس خبري اژانس ته ویلي: «د اوربند لپاره د امریکا ډیپلوماټیکې هڅې، په ځانګړې توګه وروسته له هغه ډېرې شوې چې په کویټ کې د بوبیان ټاپو کې د دغه هېواد د پوځي ځواکونو زېرمتون (ډیپو) په نښه شو.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ادعا کړې وه چې ایران د اوربند غوښتنه کړې ده.