چاریکار (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۵): د پروان ولایت مسوولین وايي چې به دغه ولایت کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله اته کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د پروان ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د سیاګرد ولسوالۍ د بغندک سیمې په خیشک دره کې شوې ده.

په همدې حال کې، د پروان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي عبدالعلیم افضلي ویلي چې په مړه شوو کسانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.
د هغه په خبره، دا پېښه د یوه کور د خونې چت نړېدو له امله شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې دا پېښه د وروستیو پرلهپسې او شدیدو بارانونو له امله شوې او اړوندو مسوولینو د زیانمنو کسانو د وضعیت ارزونې او مرستې لپاره اقدامات پیل کړي دي.