کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د اسلامي شورا رئیس او په اسلاماباد کې د دغه هېواد د مذاکراتي پلاوي مشر ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکراتو د دواړو هېوادونو ترمنځ بېباوري له منځه یو نه وړه، خو دواړه لوري یو د بل په اړه رښتیني درک ته رسېدلي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات د اسلاماباد په کوربهتوب د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ له ۲۱ ساعته خبرو وروسته بې له کومې پایلې پای ته ورسېدل.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، محمدباقر قالیباف ویلي: «د اسلاماباد مذاکراتو زموږ بېباوري له منځه یو نه وړه؛ خو فکر کوم دواړه لوري یو د بل په اړه رښتیني درک ته رسېدلي دي.»
هغه زیاته کړې، هڅه شوې د ایران په مذاکراتي پلاوي کې د بېلابېلو نظرونو استازي شامل وي او هيڅ ډول سیاسي یا جناحي لیدلوری په پام کې نه و نیول شوی.
نوموړي همدارنګه ویلي چې په اسلاماباد کې د خبرو له پیله ۴۸ ساعته مخکې له امریکایي لوري سره هیڅ مستقیمې خبرې نه دي شوې او یوازې پیغامونه د منځګړو له لارې تبادله کېدل.
د هغه په وینا، که امریکا د ایران د بندرونو سمندري محاصره پای ته ونه رسوي، نو د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ به حتماً محدود شي او په دې اړه هيڅ شک نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېره جمعه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي وو چې د لبنان له اوربند وروسته هرمز تنګی د ټولو بېړیو پر مخ پرانیستل شوی دی.
همدارنګه د حضرت خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې د امریکا له لوري د ژمنو د نقض له امله دغه تنګی بیا تړل شوی او د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر سخت کنټرول لاندې دی.