Language

هندي کشمیر کې د بس چپه کېدو پېښه؛ ۱۴ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د جمو او کشمیر په اودهامپور ولسوالۍ کې د یوه بس چپه کېدو له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې دا پېښه نن د جمو او کشمیر په اودهامپور ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، دغه بس له رام‌نګر څخه اودهامپور ته روان و چې یوې درې ته لوېدلی او له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د مړو د لېږدولو هڅې هم روانې دي.