Language

اروپايي ټولنه په نږدې راتلونکي کې د افغان کډوالو پر ایستلو د خبرو لپاره د ا.ا یو پلاوی ورغواړي

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د اسلامي امارت چارواکي په راتلونکو اونیو کې د اروپايي ټولنې له هېوادونو د افغان کډوالو ایستلو په اړه د خبرو لپاره د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته سفر وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه د هغو افغانانو د ایستلو لپاره پر پلانونو کار کوي چې په دغو هېوادونو کې د استوګنې حق نه لري.

په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت د چارواکو دغه سفر د اروپايي کمېسیون او د دې ټولنې د څو غړو هېوادونو له لوري همغږي کېږي؛ خو اروپايي کمېسیون تر اوسه دغو چارواکو ته رسمي بلنلیک نه دی لېږلی.

د راپور له مخې، د اسلامي امارت د پلاوي سفر په لومړي سر کې د مارچ میاشتې وروستیو کې پلان شوی و؛ خو اوس د راتلونکو اونیو لپاره تنظیم شوی دی.

یوې ډیپلوماټیکې سرچینې فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «نظر دا دی چې له اوړي مخکې هغوی ته بلنه ورکړل شي.»

نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت پلاوی به یو تخنیکي ټیم وي.

یوې بلې باخبره سرچینې ویلي چې اروپايي چارواکي د الوتنو، د کابل هوايي ډګر د ظرفیت او له اسلامي امارت سره د بېرته استول کېدونکو کسانو د برخلیک په اړه معلومات راټولوي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، د فرانسې خبري اژانس ویلي، شاوخوا ۲۰ اروپايي هېوادونه د افغانانو د ایستلو څرنګوالی، په ځانګړي ډول «پر جرمونو محکومو کسانو» په اړه ارزوي.

 

Related Topics