Language

قالیباف: د ګواښ تر سیوري لاندې مذاکرات نه منو

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د ایران د اسلامي شورا مجلس رییس او په اسلام‌اباد کې د دغه هېواد د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر وایي، تهران د ګواښ تر سیوري لاندې مذاکرات نه مني.

محمدباقر قالیباف نن (سه‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ د ګواښ تر سیوري لاندې خبرې نه منو او په تېرو دوو اونیو کې مو د جګړې په ډګر کې د نوو کارتونو څرګندولو لپاره چمتووالی نیولی دی.»

د هغه په خبره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سمندري محاصرې او له ایران سره د اوربند په ماتولو هڅه کوي څو «د خپل فکر له مخې» د خبرو مېز د «تسلیمۍ مېز» ته واړوي یا بیاځلي جګړه توجیه کړي.

د یادونې ده، تېره یکشنبه د امریکا ولسمشر اعلان کړی و چې له ایران سره د خبرو لپاره یې یو پلاوی اسلام‌اباد ته استولی دی. هغه ویلي وو چې دا خبرې د ایران حکومت لپاره «وروستی فرصت» دی.

بلخوا، تهران ویلي، تر هغه چې سمندري محاصره دوام ولري، هیڅ مذاکره‌کوونکی پلاوی به ونه لېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي وو: «اوس د خبرو د بل پړاو په اړه هيڅ پرېکړه نه لرو… امریکا په داسې حال کې چې د ډیپلوماسۍ ادعا کوي، داسې کړنې ترسره کوي چې هيڅکله هم د یوه رښتیني ډیپلوماټیک بهیر د تعقیب جديت نه ښيي.»