ژبه

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزيره چين او هند ته سفر کوي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 31, 2026 - 9:43 am

Views: 10

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د برېتانيا د بهرنيو چارو وزيره ايوټ کوپر به د دوشنبې په ورځ چين ته ولاړه شي او وروسته په همدې اونۍ کې هند ته هم سفر کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې د دغو ليدنو اصلي محور به د نړۍ د مهمو ننګونو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي وضعيت، د روسیې او اوکراين جګړه او د ايبولا ناروغۍ وروستۍ خپرېدنه وي.

د برېتانيا د حکومت د معلوماتو له مخې، اغلې کوپر به د جون په دويمه د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي او د دغه هېواد د ولسمشر له مرستيال هان ژنګ سره وګوري او خبرې به وکړي، وروسته به د چين د ټکنالوجۍ یو مهمو مهمو مرکزونو شېنژن ښار ته ولاړه شي څو د علم او ټکنالوجۍ اړوند پروګرامونو کې ګډون وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د لندن او بیجينګ اړيکې د برېتانيا د لومړي وزير کي‌ير سټارمر او د چين د ولسمشر شي جين‌پينګ تر ليدنې وروسته چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې شوې وه، نوې مرحلې ته داخلې شوې دي او دواړو لورو په هغې ليدنه کې د سوداګرۍ، پانګونې او ټکنالوجۍ برخو کې د همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی و.

سرچينې ليکلي چې اغلې کوپر به د چين له سفر وروسته د جون په څلورمه هند ته ولاړه شي او هلته به د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير اېس جي شنکر سره وګوري.

په راپور کې راغلي چې نوموړې به له يو شمېر سوداګرو، د پوهنتونونو له استادانو او هغو دولتي چارواکو سره هم خبرې وکړي چې د «برېتانيا ـ هند ۲۰۳۵ لیدلوري» طرحې په پلې کولو کې ونډه لري.