کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، سپاه پاسداران ویلي چې د امریکا له خوا د بندرعباس شاوخوا د ننني برید په غبرګون کې یې د امریکا یوه هوايي اډه په نښه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران څلور بریدګرې بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې او بندرعباس ښار کې یې د کنټرول یو مرکز په نښه کړی؛ ځکه د هغه په وینا، له دغه ځایه د یوې بېپیلوټه الوتکې د توغولو چمتووالی روان و.
ایران ویلي چې د امریکا بریدونو کوم زیان نه دی اړولی.
بلخوا، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د نن پنجشنبې سهار د امریکا د یرغلګر پوځ له خوا د بندر عباس د هوايي ډګر په څنډه کې پر یوه ځای د هوايي توغندیو تر برید وروسته، د امریکا هغه هوايي اډه چې برید ترې شوی و، د سهار په ۴:۵۰ بجو په نښه شوه.»
سپاه زیاته کړې: «دا ځواب یو جدي خبرداری دی، څو دښمن پوه شي چې یرغل به بېځوابه پاتې نه شي او که تکرار شي، زموږ ځواب به لا پرېکنده وي.»
د سپاه خبرپاڼه کې د په نښه شوې اډې دقیق ځای ته اشاره نه ده شوې، خو د دې خبرپاڼې له خپرېدو څو ساعته مخکې، د کویټ د پوځ لوی درستیز اعلان کړی و چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیسټمونه د «دښمنانه» توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو د شنډولو په حال کې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د کویټ د پوځ لوی درستیز ویلي: «هر ډول د چاودنې غږ چې اورېدل شوی، د هوايي دفاعي سیسټمونو لهخوا د ګواښونو د شنډولو پایله ده او خلک دې د چارواکو لهخوا صادر شوي امنیتي او خوندیتوب لارښوونې مراعات کړي.»